احمدي: افغان حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو په غونډه کې چې د افغانستان د سولې په اړه جوړېږي، ګډون نه کوي.

د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پریکړه کې له ولسمشر او نورو لوړ پوړیو چارواکو سره تر سلا مشورې ورسته شوې ده.

ټاکل شوې چې شااو خوا دوه اوونۍ وروسته په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه چې طالبان هم په کې برخه اخلي،جوړه شي:

"د افغانستان اسلامي جمهوريت له لسمشر او نورو لوړ پوړیو چارواکو سره مشوره شوې ده او وروسته پریکړه وشوه چې هر هغه څه چې د سولې بهیر په اړه کیږي باید د افغانستان اسلامي جمهوریت په محور او مشرۍ وي، موږ د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوو."

د پاکستان، ایران، چین او هند په ګډون د یوولسو هېوادونو استازي د مسکو غونډې ته وربلل شوي دي.

په همدې حال کې روسيي رسنیو ویلي دي چې امریکا هم د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.

د روسيي د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې د مسکو په غونډه کې د واشنګټن نه ګډون دا ښيي چې متحده ایالات د افغانستان د سولې له پروسې سره لېوالتیا نه لري.