جرمني چارواکو یو روسی وګړی په دې هېواد کې د چاودونکو موادو پواسطه د برید د پلان لرولو په تور نیولی دی.
جرمني څارنوالانو نن وویل ۳۱کلن ماګومد علي په برلین ښار کې نیول شوی او کور يې پلټل شوی دی.
چارواکو ویلي دي نیول شوي کس په ۲۰۱۶ کال کې زیاته اندازه چاودونکي مواد په خپل اپارتمان کې ساتلي وو چې د برید لپاره ترې کار واخلي.
ټاکل شوې ده چې د جرمني دعدل فدرالي محکمه سبا ته د تروریزم په شک د نیول شوي کس په قضیه کې خپل حکم صادر کړي.