د سوریې رژيم ته د لوېدیځو قدرتونو ګواښ!

لوېدیځ قدرتونو د سوریې رژيم ته ګواښ کړی چې بیا کیمیاوي وسلې ونه کاروي.

امریکا متحده ایالتونو، فرانسې او بریتانیې د سوریې ولسمشر بشار اسد ته ګواښ کړی چې بیا کیمیاوي وسلې ونه کاروي لکه څنګه چې ده له مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو د نیولو لپاره پخوا کارولې دي.

په یوه ګډه اعلامیه کې چې پرون ناوخته خپره شوې لویدیځو قدرتونو ویلي چې :"موږ قاطع یو چې که د اسد رژیم بیا کیمیاوي وسلې وکاروي عمل وکړو."

د اسد د رژیم له خوا د ادلیب د نیولو لپاره سختې بمبارۍ او جنګ روان دی.

په ادلیب کې له تېر کال راهیسې له مخالفینو څخه ګڼې سیمې بېرته د اسد رژيم نیولې دي.

ادلیب له ترکیې سره په پوله پروت دی او له تېر کال راهیسې د مخالفینو او د اسد د رژیم د یوې معاملې په اساس له ټولې سوریې نه ګڼ مخالفین او کورنۍ یې ور انتقال شوې دي.

په تېرو څو کلونو کې له مخالفینو د سیمو د نیولو لپاره د اسد د رژیم له خوا بمباریو نړیوال اندېښمن کړي ځکه دوی وايي چې د سیمو د بیانیولو لپاره د اسد رژیم کیمیاوي وسلې هم کاروي.

په دوما کې د تېر ۲۰۱۷ کال په اپریل میاشت کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په نتیجه کې لږ تر لږه اویا تنه وژل شوي و.

د سوریې رژیم او متحد یې روسیې رد کړې چې پوځیانو یې کیمیاوي وسله کارولي وي.