د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستانیو پوځیانو توپچي بریدونو کې دریو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د پاکستان پوځ د سرکاڼو ولسوالۍ شونکړۍ باندې د توپونو درې ګولۍ راویشتلي چې یوه یې پر کور لګېدلې چې پکې دوه ماشومان یې وژل شوي او یوه ماشومه ټپې شوې ده.
د۲۰۱۰ کال څخه د کونړ پرخاوره د پاکستان پوځ په لسګونه زره د توپونو ګولۍ راویشتلي چې پکې ولس ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.