د ډونالډ ټرمپ مدافع وکیل منلې چې د مالي سرغړاوي تورونه قبول کړي

امریکايي چارواکي وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوږدې مودې شخصي مدافع وکیل منلې چې د انتخاباتي کمپاین د مالي سرغړاوي او نور جرمي تورونه قبول کړي.

دا د ولسمشر ټرمپ لپاره یو بل لوی قانوني ګوزار ګڼل کېږي.

د مایکل کوهین له خوا پر ده د لګېدلو تورونو د منلو خبر د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې خپور شو چې د امریکا د ولسمشر لپاره ستونزې په زیاتېدو دي.

تر دې مخکې د ورځې په پیل کې د ویرجینیا ایالت په الکساندریه کې فیدرالي منصفه هییت د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پخوانی مشر پاول منافورټ د بانکي او مالي درغلیو په اتو قضیو کې مجرم وباله.

دا تورونه د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکټور یناکویچ په شمول د روس پلوو اوکرایني سیاستوالو سره د منافورټ د کار کولو سره تړلي دي.

د کوهین قضیه په منهاټن کې د څارنوالانو له خوا مخکې بیول کېږي،خو د راپورونو له مخې له هغو څېړنو راپورته شوې چې ځانګړی امریکايي مفتش رابرټ مولیر یې د امریکا د ۲۰۱۶ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ د همکارانو او روسي چارواکو تر منځ د ممکنو لیدنو په اړه کوي.

هغه تورونه چې کوهین منلي په کې له روسیې سره ارتباط لرونکي فعالیتونه نه شته، خو په کې د امریکا د انتخاباتو له قانون څخه سرغړاوی، او هغو ښځو ته پیسې ورکول شامل دي چې ادعا یې کوله له ټرمپ سره نامشروع اړیکې لرلې.