آذربایجان البرټ وایلر ته اجازه نه ده ورکړې چې له میرکل سره باکو ته سفر وکړي

آذربایجان د جرمني د پارلمان یو غړي البرټ وایلر ته اجازه نه ده ورکړې چې راتلونکې میاشت کې باکو ته د سفر پر مهال د جرمني له صدراعظمې انګلا میرکل سره ملتیا وکړي.

دا ځکه چې د جرمني د پارلمان دې غړي د نګورنو قره باغ سیمې ته د اذربایجان له اجازې پرته سفر کړی دی.

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د اذربایجان چارواکي د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې په اړه خبرو اترو کې همکاري نه کوي.

په عین حال کې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، د وایلر نوم په هغو اشخاصو کې شامل دی چې اذربایجان یې په خپله خاوره کې حضور نه غواړي.

د ازري چارواکو په وینا نوموړي له ۲۰۱۴ م کال څخه تر ۲۰۱۶ م کال پورې د اذربایجان موقتو اشغال شویو سیمو ته نامشخص سفرونه کړي دي.

ټاکل شوې وه چې وایلر د جرمني له صدراعظمې انګلا میرکل سره په هغه سفر کې ملګرتیا وکړي چې نوموړې یې د اګست له ۲۳ مې تر ۲۵ مې پورې د شمالي قفقاز هېوادونو ته کوي.

نګورنو قره باغ سیمه چې اذربایجان د خپلې خاورې برخه بولي اکثریت وګړي یې ارمنیان دي.

دا سیمه له ۱۹۹۴ م کال راهیسې ارمنیي نژادو ځواکونو تر کنټرول لاندې ده چې باکو وايي د ارمنیا له خوا ورسره د ځواکونو او وسلو مرسته کیږي.