وسله والو طالبانو ۱۶۰ ملکي وګړي چې کندز ته نږدې یې، د کابل له لارې نیولي ول، خوشي کړل.
یوه افغان چارواکي رویټرز خبري اژانس ته نن، سې شنبه د«زمري ۳۰» ویلې وسله والو طالبانو ۲۰ عسکر او پولیس ورسره بیولي دي.
وسله والو طالبانو پرون۲۰۰ کسان چې له کندزه د کابل پر لور روان و، له موټرو کښته کړل.
دا خبر د کندز د ولایتي شورا یوه غړي، غلام رباني رباني هم تائید کړی او ویلي یې دي چې وسله والو طالبانو ۲۰ پولیس او عسکر نامعلوم ځای ته بېولي دي.
رويټرز وايي چې د وسله والو طالبانو دوو قوماندانانو د ملکي وګړو د خوشي کولو خبر تائید کړی دی.