د امریکا متحدو ایالاتو دوه ایراني وګړي تهران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
د امریکا عدلیې وزارت پرون، دوشنبه د «زمري۲۹» وویل چې تورنو کسانو په امریکا کې د ایران د رژیم د مخالفو ډلو او د یهودانو د مرکزونو په اړه معلومات را غونډول.
د عدلیې وزارت په وینا، یو نیول شوی وګړی احمد رضا محمدي دوستدار نومېږي چې ۳۸ کلن دی او د امریکا تابعیت لري.
دوهم وګړی مجید قرباني نومېږي چې د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې اوسېږي او۵۹ کلن دی.