ایران یوه جنګي جېټ الوتکه جوړه کړې

ایران یوه جنګي جېټ الوتکه جوړه کړې چې ټول مواد یې د ایران کورنی محصول دی.

د ایران دولتي ټلوېزیون نن سې شنبه د «زمري۳۰» د ایران ولسمشر، حسن روحاني ښکاره کړ چې د نوې جېټ الوتکې د پیلوټ په کابین کې ناست دی.

دا د ایران د جنګي الوتکو د څلورم نسل برخه ده.

د کوثر په نوم دا نوې جنګي جېټ الوتکه د ایران د ملي دفاعي صنعت په نندارتون کې ايښودل شوې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس، تسنیم ویلي چې دا الوتکه سل په سلو کې د هېواد دننه جوړه شوې او پرمختللې تکنالوژي او رادار سیسټم لري.