ولسمشر غني یو وار بیا د جګړې د بندېدو پر اهمیت ټینګار وکړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا د جګړې د بندېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه نن سې شنبه د «زمري ۳مه» ولس ته د اختر په وینا کې پر کابل ښار ننیو راکټي حملو ته په اشاره وویل، افغانان د راکټ ګواښ ته نه تسلیمېږي.

د ښاغلي غني د وینا پرمهال، د هغه له ږغ سره د راکټ د لګېدو ږغ هم اروېدل کېده.

د رپوټونو پر اساس، نن پر کابل ښار ۱۲ راکټونه لګېدلي دي.

د کابل پولیسو وايي چې یو راکټ ارګ ته نږدې او دوهم په کابل کې د امریکا سفارت او د ناټو قرارګاه ته نږدې لګېدلی دی.

د تلفاتو په اړه ضد و نقیض رپوټونه خپرېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر، یوناما نن افغانانو ته د اختر د مبارکۍ په پیغام کې ویلي چې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو او حکومت د هڅو ملاتړ ته متعهد دي.