اردوغان: ترکیه دا توانایي لري چې ځان له اقتصادي بحرانه وباسي

د ترکیې ولسمشر وایي، داچې د لیرې ارزښت په وروستیو ورځو کې ډیر رالویدلی اصلي علت یې د دې هیواد پراقتصاد حمله ده.

رجب طیپ اردوغان په یوې ثبت شوې وینا کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه په هیواد کې روانو اقتصادي ستونزو ته په اشاره که څه هم د کوم مشخص هیواد نوم وانخیست خو ویې ویل چې هغوی چې په ترکیه کې یې مالي بحران ته لمن وهلې هدف یې د ترکیې او د دې هیواد د وګړو په ګونډو کول دي خو ترکیه دا توانایي لري چې ځان له دغه بحرانه وباسي.

د ترکیې د پیسې ارزښت د بهرنیو اسعارو په تیره بیا د امریکایي ډالرپه وړاندې په وروستیو ورځو کې وروسته له هغې په بیساري توګه راولوید چې واشنګټن پرانقرې د المونیمو او اوسپنې پرصادراتو ګمرګي تعرفې زیاتې کړي.

رجب طیب اردوغان: هغوی چې په ترکیه کې یې مالي بحران ته لمن وهلې هدف یې د ترکیې او د دې هیواد د وګړو په ګونډو کول دي

د دواړو هیوادونو اړیکې په ترکیه کې د یوه امریکایي پادرې د توقیف او د انقرې له خوا له مسکو څخه د اس ۴۰۰ ډوله هوایي مدافعې د راکټونو د اخیستو په ګډون د ځنیو نورومسایلو پرسرخرابې شوي دي.

امریکایي پادري اندروکریګ برنسن

انقرې ویلي چې امریکایي پادري اندروکریګ برنسن یې د تروریزم په تورنیولی چې که مجرم وپیژندل شي د ۳۵ کلونوبند سزا به ورکړل شي.

د ترکیې څارنوالانو ویلي چې هغه په امریکا کې میشت له مذهبي مشرفتح الله ګولن سره چې انقره یې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا اصلي طراح بولي، ارتباط درلود.

په عین حال کې جرمني چې د ترکیې یومهم سوداګریز شریک بلل کیږي ویلي چې د ترکیې اقتصادي ثبات ورته مهم دی خوتراوسه دا مسله چې جرمني له ترکیې سره مرسته کوي کنه، نده مطرح شوې.

جرمني چې د ترکیې یومهم سوداګریز شریک بلل کیږي ویلي چې د ترکیې اقتصادي ثبات ورته مهم دی

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن زایبرټ په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د جرمني د حکومت څو وزیرانو تیره اونۍ پردې خبرې ټینګارکړی وچې غواړي ترکیه له اقتصادي پلوه باثباته شي خو تراوسه له دې هیود سره د مرستې موضوع نده مطرح شوې،

" دا زموږ ټولو په ګټه ده چې ترکیه له ثباته برخمنه وي او مخ په وړاندې لاړه شي. په دې برخه کې د جرمني او ترکیې ترمنځ ښه اقتصادي روابط مرسته کولای شي او موږ په دې برخه کې تل کارکړی دی."

د ترکیې یوې محکمې یوه ترکي الاصله ژورنالست ته چې اته میاشتې مخکې له زندانه خوشې شوی و اجازه ورکړې چې کولای شي له هیواده ووځي.

په عین حال کې د ترکیې یوې محکمې یوه ترکي الاصله ژورنالست ته چې اته میاشتې مخکې له زندانه خوشې شوی و اجازه ورکړې چې کولای شي له هیواده ووځي.

د جرمني چارواکي وایي، د دغه اقدام هرکلی کوي خو نورکسان هم شته چې په ترکیه کې تراوسه بندیان دي او جرمني د هغوی قضیې له نژدې تعقیبوي.