د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په اړه په مسکوکې د کیدونکې څواړخیزې غونډې په اړه ورته د روسیې له خوا رسمي بلنه نده رسیدلې او کله چې دغه بلنه ترلاسه کړي بیا په دې اړه چې ایا پکې ګډون کوي کنه خپل رسمي دریځ اعلان کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیرکابلوف د دوشنبې په ورځ د روسیې انترفاکس آژانس ته ویلي چې مسکو به دوه اونۍ وروسته د سپټمبر په ۴ د افغانستان په اړه د څو اړخیزې غونډې کوربه وي چې طالبانو ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې او هغوی هم منلې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال ویاند صبغت الله احمدي تیره ورځ ناوخته ازادي راډیوته د کابلوف د دغو څرګندونو او په مسکو کې د کیدونکې غونډې په اړه بې خبري وښوده او ویې ویل،
"د ښاغلي کابلوف دغو څرګندونو ته په پام سره موږ تراوسه رسماً کوم څه ندي ترلاسه کړي او هرکله چې موږته په دې برخه کې رسماً څه را ورسیږي بیا به خپل دریځ روښانه کړو."
امریکايي والسټریټ ژورنال ورځپاڼه وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه سمدستي له څه ویلو ډډه وکړه خو په مسکو کې د افغانستان سفیرعبدالقیوم کوچي د روسیې دغه اقدام ستایلي او ویلي یې دي چې روسیې مخکې هم د وسله والو طالبانو له استازیو سره څوځلې کتلي او اوس چې هغوی د مسکو غونډې ته وربولي، دا ښه خبره ده.
د والسټریټ په وینا په دې غونډه کې به چې د سیمې نورمهم لوبغاړي هند، چین، پاکستان او ایران برخه اخلي، د طالبانو د قطرد سیاسي دفتر لوړ رتبه مرکچي شیرمحمد عباس ستانکزی ګډون وکړي.
وسله والو طالبانو تراوسه د مسکو د غونډې په اړه رسماً څه ندي ویلي.