په شمال کې دیره د ۲۰۳ شاهین قول اردو چارواکي وایي چې د هغو ۱۵۵ یرغمل شویو مسافرو چې پرون د کندوز تخارپرلویه لاره وسله والو طالبانو تښتولي و، اکثره یې د قومي مشرانو د هڅو په نتیجه کې خوشې شوي او یوازې دولس تنه تراوسه له طالبانو سره یرغمل دي.
د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي تیره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د قومي مشرانو له خوا د پاتې یرغملو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي او دوی هیله من دي چې طالبان د لوی اخترپه مناسبت هغوی هم راخوشې کړي.
" یوازې دولس تنه له طالبانو سره یرغمل دي. بیاهم د سیمې قومي مشران او مخور هڅې کوي چې طالبان پاتې یرغمل هم خوشې کړي."
د کندز د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو پرون سهار دغه مسافرله ریو ۴۰۴ ډوله بسونو څخه ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي و.
د شاهین قول اردو ویاند دغه راز هغه راپورونه هم تایید کړل چې وایي طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو لږترلږه هغه څلویښت غړي چې د فاریاب ولایت پربلچراغ ولسوالۍ د وروستۍ حملې په ترڅ کې دوی ته تسلیم شوي و، پرون خوشې کړل.
د ښاغلي رضایي په وینا د خوشې شویو ۲۴ یې د ملي اردو سرتیري دي.