روسي چارواکي وایي چې د هغو درې جلا حملو په اړه پلټنه کوي چې په نتیجه کې یې د شمالي قفقازد چیچنیا په سیمه کې څو پولیس ټپیان شوي دي.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغو حملو مسولیت په غاړه اخیستی. خو د کرملین ملاتړي د چیچنیا د جمهوريت مشر رمضان قادروف ردکړې چې ګنې د دوشنبې د ورځې دغه حملې دې د داعش وسله والو کړې وي.
قادروف وویل، دغه سخت دریځه ډله د دې جمهوريت په ټولنه کې ملاتړ نه لري.
د چیچنیا د کورنیو چارو وزیر جمبولات عمروف Dzhambulat Umarov وویل، د حمله کونکو ترټولو ځوان یې یولس کلن او ترټولو زوړ یې اولس کلن و.
د اسلامي دولت ډلې په دې وروستیو کې په سیمه کې پرپولیسو حملې زیاتې کړي او ویل کیږي چې یوشمیروسله والو دغې ډلې ته بیعت کړی دی.