چخانسوري: د ولسمشر اشرف غني له‎خوا اعلان شوی اوربند مشروط دی

افغان چارواکي وايي، د ولسمشر اشرف غني له‎خوا اعلان شوی اوربند مشروط دی او یوازې په هغه صورت کې به نافذ شي چې وسله‎وال طالبان ورته مثبت ځواب ووايي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د اوربند د ښه مدیریت لپاره په ټول افغانستان کې تدابیر نیول شوي، خو تر هغې چې طالبانو اوربند نه‎وي منلی، ټولو وسله‎والو ځواکونو ته ویل شوي چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

دی وايي:

"اوربند یو اړخیز نه‎دی، هر اړخېز دی. په ټول افغانستان کې به وي. که طالبان اوربند ومني نو د افغانستان د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند نافذېږي، تر هغې وخته ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې خپلو عملیاتو دې دوام ورکړي."

ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې په مشروطه توګه د درې میاشتنۍ اوربند اعلان وکړ.

که څه هم طالبانو تراوسه په رسمي توګه د اوربند په اړه خپل دریځ نه‎دی په ډاګه کړی خو رویټرز خبري اژانس د دوو طالب قوماندانانو له خولې چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله د ولسمشر محمد اشرف غني له‎خوا اعلان شوی اوربند رد کړی دی.

یو طالب قوماندان د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په کوچني اختر کې اعلان شوی اوربند د امریکايي ځواکونو په ګټه تمام شو او دوی بیا نه غواړي اوربند وکړي.

البته د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دې ډلې د نن سهار راهیسې له لوی اختر په مناسبت په څو ولایتونو کې له دوی سره د بندي افغانانو له ډلې د ۵۰۰ کسانو د خوشې کولو بهیر پیل کړی دی.