د پاکستان د نوي حکومت د کابینې ۲۱ غړو نن لوړه وکړه.
تر دې یوه ورځ مخکې د دې هېواد نوي انتخاب شوي صدراعظم عمران خان په یوه ټلوېزیوني وینا کې ژمنه وکړه چې حکومتي لګښتونه به کموي، درغلۍ به پای ته رسوي او عامه شتمني به بېرته پر ځای کوي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نن په اسلاماباد کې د کابینې ۱۶ وزیرانو څخه لوړه واخیسته.
عمرا خان همدارنګه پنځه سلاکاران هم په خپله کابینه کې ټاکلي دي چې د هغوی د لوړې مراسم هم له نورو سره یوځای ترسره شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر شاه محمود قریشي د لوړې له مراسمو وروسته وویل، هغه د بهرنۍ پالېسۍ په مخکې له پرتو ستونزو خبر دی او ژمنهیې وکړه چې ټولې مهمې مسئلې به هوارې کړي.
خپله عمران خان د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه د شنبې په ورځ لوړه وکړه.
نوموړي که څه هم د جولای د ۲۵مې نېټې په انتخاباتو کې ګټونکی و، خو بیا یې هم په پارلمان کې د حکومت جوړونې لپاره ضروري اکثریت نهو ترلاسه کړی چې له کبلهیې ائتلاف جوړونې ته اړ شو.
د کرکټ دې پخواني ستوري د یکشنبې په ورځ په ټلوېزیوني وینا کې وویل غواړي چې پاکستان د بېوزلو لپاره د ټولنیزو اسانتیاو په برابرولو کې یو بهتر هېواد واوسي.
نوموړي همدارنګه وویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره به اړیکې بهتره کړي، خو دا یې ونهویل چې له کومو هېوادونو سره.