افغانان په بېلابېلو سیمو کې د لوی اختر د لمانځلو په چمتووالي بوخت دي

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لوی اختر د لمانځلو او د قربانۍ د څارویو اخیستلو لپاره خلک په چمتووالي بوخت دي.

شتمن افغانان د قربانیو لپاره د څارویو د اخیستلو په لټه کې دي، له بې‌وزلو سره مرسته کېږي او هغه چې لږ کمزوری اقتصاد لري، د خپلې وسې مطابق د سودا اخيستلو پسې راوتلي.

د امنیت او سولې لپاره‌يې هېله یوه ده، خو د نرخونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د ازادي راډيو خبریال یوسف خان ځدراڼ د کابل ښار د څارویو د خرڅلاو په څو ځایونو کې ګرځېدلی او دا راپورتاژ یې چمتو کړی دی.

د دې راپورتاژ د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د یوسف ځدراڼ راپورتاژ