د امریکا د ملي امنیت سلاکار له نتانیاهو سره د ایران په اړه غږېدلی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسرائیل له صدراعظم سره د ایران د اټمي وسلو او لیرې واټن ویشتونکو میزایلو په اړه خبرې وکړې.

جان بولټون تېره شپه په بیت‌المقدس کې له بنیامین نتانیاهو سره وکتل.

جان بولټون وویل، د ایران اټمي پروګرام او لیرې واټن ویشتونکي میزایل د نړیوالو چلنجونو د لېست په سر کې دي.

د اسرائیل صدراعظم له بولټون سره تر خبرو مخکې وویل، دوی به په سیمه کې د ایران د یرغمل د پر شا تمبولو او په دې اړه وغږېږي چې څرنګه تهران د اټمي وسلو له لرلو منع کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ایران د فشارونو په زیاتولو کار کوي، څو په خبره‌يې چې ایران اړ باسي چې د خپل اټمي پروګرام او په منځني ختیځ کې له وسله‌والو ډلو سره د همکارۍ په اړه خپل اوسنی چلند بدل کړي.