د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ایران پر ضد د نوې ادارې د جوړولو هدف د اسلامي رژیم پرځول دي، خو دی زیاتوي چې متحده ایالات به په دې کار کې بریالی نهشي.
ښاغلي ظریف دا بیان نن یکشنبه د اګسټ په ۱۹مه په ایران کې د امریکا په ملاتړ د کودتا د ۶۵مې کلیزې په مناسبت پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلی دی.
د ۱۹۵۳ کال په کودتا کې د صدراعظم محمد مصدق په مشرۍ د ایران انتخابي حکومت وپرځول شو.
ظریف لیکي چې امریکا د مصدق حکومت نسکور کړ او په ایران کې یې دیکتاتوري واکمنه کړه، خو دا کار به هېڅکله بیا ونهشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اګسټ په ۱۶مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د ایران پر ضد د اقدام د ډلې په نوم د یوې څانګې د جوړېدو اعلان وکړ.
پامپیو وویل چې دا څانګه به د ایران لپاره د امریکا پالېسۍ عملي کوي.