چارواکي: د فاریاب بل‌چراغ ولسوالۍ تېره شپه وسله‌والو طالبانو نیولې

د فاریاب ولایت دولتي چارواکو تأیید کړې ده چې بل‌چراغ ولسوالۍ تېره شپه وسله‌والو طالبانو نیولې ده.

د فاریاب والي نقیب‌الله فایق ویلي چې دا ولسوالۍ د تېرو څو ورځو له درنو جګړو وروسته تېره شپه ناوخته طالبانو ونیوله، ځکه چې مرستندوی ځواکونه ورونه‌رسېدل.

خو د فاریاب د ولایتي شورا رئیس محمد طاهر رحماني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر مرکز تهاجمي حمله وکړه او بې‌جګړې یې ونیوله.

ښاغلی رحماني وايي چې د حملې پر مهال شااوخوا ۴۰ افغان پوځیان بې له جګړې وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شول.

نوموړی زیاتوي چې په دې جریان کې مرګ ژوبله نه‌ده پېښه شوې.

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس همداراز خبرداری ورکوي چې د دې ولایت کوهستان، غورماچ، المار او قیصار ولسوالۍ هم په خورا بد حالت کې دي او که جدي پاملرنه ورته ونه‌شي، ښايي د بل‌چراغ له برخلیک سره مخامخ شي.