د افغانستان او فلسطین فوټبال لوبډلې نن یکشنبه د سیالۍ ډګر ته وځي

د افغانستان او فلسطین فوټبال لوبډلې نن یکشنبه په کابل کې د سیالۍ ډګر ته وځي.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان د فوټبال لوبې لپاره د کوم بل هېواد کوربه توب کوي.

دواړو لوبډلو د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اخیستنې په ویاړ د دغې دوستانه لوبې لپاره پرون شپه وروستي تمرینات وکړل.

د دغې لوبې لپاره د کابل فوټبال په لوبغالي او له هغې بیرون ځانګړي تدابیر نیول شوي او ټاکل شوي چې دواړه لوبډلې نن ماښام اووه بجې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.