هیومن رایټس واچ: ایران دې نسرین ستوده سمدستي خوشې کړي

د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس واچ له ایراني چارواکو غوښتي دي چې د بشري حقونو مخکښه مدافع نسرین ستوده سمدستي خوشې کړي.

دا ټولنه وايي چې پر مېرمن ستوده نوي تورونه ښيې چې د ایران قضا د بشري حقونو فعالیت ته د جنايي جرمونو بڼه ورکوي.

د بشري حقونو د څار ټولنې د منځني ختیځ د څانګې مشرې سارا لیاه وایټسن نن په یوه بیان کې وویل چې ایراني چارواکي په تېره د بشري حقونو د مدافعانو په قضیو کې قضايي پروسه له پامه غورځوي.

مېرمن واټسن د نسرین ستوده قضیې ته د اشارې په ترڅ کې زیاته کړه، هغه څه چې چارواکي خورا زیاته وېره ورڅخه لري، بشري حقونو ته درناوی دی.

ایراني چارواکو نسرین ستوده په جون میاشت کې ونیوله او بند ته یې واچوله څو د پنځه کلن حبس هغه دوره تېره کړي چې دا د ۲۰۱۶ کال په سېپټمبر میاشت کې په یوه غیابي محکمه کې پرې محکومه شوې وه.

چارواکو پر هغې تور لګولی چې له کورنیو او بهرنیو عناصرو سره په ګډه یې د ایران د ملي ګټو پرضد فعالیت کړی دی.

د ستوده د محکومیت په حکم کې په ایران کې د اعدام د سزا د بندېدو لپاره د یوې غیر حکومتي ټولنې له هڅو څخه د دې د ښکاره ملاتړ یادونه هم شوې ده.