د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د کمېدو لامل پیدا کړ

د افغانستان بانک وايي، د افغانیو د ارزښت د کمېدلو اساسي لامل د ډالرو ډېر قاچاق دی.

د دغه بانک ویاند ایمل عاشور نن ازادي راډیو ته وویل، دا وخت ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق د افغانستان ملي اقتصاد ته ستر زیانونه پېښ کړي.

افغان صرافانو ازادي راډیو ته ویلي چې پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو او پر پاکستان د لوېدیځ د مرستو د کمېدو له امله په‎دغو هېوادونو کې ډالر کم شوي او مافیايي کړۍ دا وخت ډالر ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کوي.