ولسمشر غني: طالبانو سره د اوربند په اړه سلا مشورې روانې دي

ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه د سولې د عالي شورا او د علماوو شورا غړو ته وویل چې له طالبانو سره د لوی اختر په ورځو کې د اوربند په اړه سلا مشورې روانې دي او خپله پرېکړه به د هغو سپارښتنو په رڼا کې اعلان کړي چې حکومت ته ورکول کېږي.

د افغانستان د علماوو سراسري شورا او د سولې عالي شورا له ولسمشره وغوښتل چې د لوی اختر په مناسبت هم اوربند اعلان کړي.

خو ښاغلي غني وویل، سوله د ملت یوه لویه غوښتنه ده، د سولې د پروسې په اړه ملي اجماع شته.

ده په دې اړه د دیني عالمانو د فتوا او د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره د مشورتي غونډو یادونه وکړه.

ولسمشر غني همداراز وویل چې د اوربند په اړه د سولې د عالي شورا او د علماوو د شورا د غړو غوښتنو ته درناوی لري، خو اوربند باید دوه اړخیز وي او اصلي هدف‌یې سوله وي.

ښاغلي غني وویل چې دا به ونه‌مني چې د هېواد په یوه برخه کې اوربند وي، خو بله کې شخړه دوام وکړي.

تر اوسه پورې وسله‌والو طالبانو د اوربند په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د تېر اختر پر مهال د اوربند د اعلانولو په وخت‌یې ویلي و چې دوی په هر اختر کې اوربند کوي.