د پاکستان نوي انتخاب شوي صدراعظم، عمران خان پرون، شنبه د اسد په ۲۷مه د خپلې کابنیې مهم وزیران معرفي کړل.
د پاکستان نوي صدراعظم پرون د هغه هېواد د ولسمشر ممنون حسین په حضور کې لوړه وکړه.
عمران خان د لوړې تر مراسمو وروسته د کابینې د وزیرانو غیر مکمل لېست خپور کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته شاه محمود قریشي ټاکل شوی او د خېبرپښتونخوا پخوانی والي، پروېز خټک د دفاع وزارت ته غوره شوی دی.
د پاکستان ملي اسامبلې د صدراعظم د چوکۍ لپاره په ۱۷۶ مثبتو رأیو عمران خان انتخاب کړ.
عمران خان پرون عارف علوي د جمهوري ریاست لپاره کاندید کړی دی.