د ترینکوټ اوسېدونکي: په لوي اختر کې دې اوربند وشي

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اوسېدونکي وايي، له جګړې تر پوزې راغلي او په راتلونکي لوي اختر کې دې افغان حکومت او وسله وال طالبان د تېر کوچني اختر په څېر اوربند وکړي، څو لوي اختر له خپلوانو او کورنیو سره په خوښیو تېرکړي.

د ترینکوټ دغو ښاریانو د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم جګړو ترې هر څه اخیستي، خو بیا هم لوي اختر ته ډېرې خوشحال دي، ځکه د دوی په خبره، تمه لري چې افغان حکومت او وسله وال طالبان به یوځل بیا د کوچني اختر په
څېر په لوي اختر کې هم اوربند علان کړي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې اورېدای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور