د روسیې ولسمشر او د جرمني صدراعظمه نن سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین به نن شنبه د جرمني له صدراعظمې انګيلا مېرکل سره وګوري او د دواړو خبرې به د اوکراین او سوریې پر کړکېچونو او د نورډ سټریم دوه پایپ لاین پر پروژې چې امریکا ورسره مخالفت کړی، متمرکزې وي.

پوتین جرمني ته په اتریش کې له لنډ تم کېدو وروسته ځي.

نوموړی د اتریش د بهرنیو چارو د وزیرې په واده کې ګډون کوي.

د جرمني صدراعظمې د جمعې په ورځ محتاطانه خبرداری ورکړ چې له پوتین سره د دې له خبرو دې خلک ډېر انتظار نه لري.

مېرکل په برلین کې خبریالانو ته وویل:

"موږ له روسیې سره ښې اړیکې غواړو، دا به یوه کاري غونډه وي او د یوې مشخصې نتیجې انتظار ترې نشي کېدای."

مېرکل زیاته کړه چې د اوکراین او سوریې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرو ته لومړیتوب توجيه کیدای ځکه شي چې روسیه په دې ټولو برخو کې له پراخ نفوذ څخه برخمنه ده.