سره میاشت۶۶ ناروغ افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې ۶۶ ناروغ ماشومان چې سخت سوځېدلي او هډوکي یې وراسته شوي، د درملنې لپاره جرمني ته استوي.

د دې ټولنې ویاند میرام صداقت ازادي راډیو ته وویل چې دغه ماشومان به سبا جرمني ته واستول شي او درملنه به یې شپږ میاشتې یا څه زیات وخت ونیسي.

دغه ماشومان د جرمني د فریدنزدورف یا د سولې د کلي د مرستندویه ټولنې په مرسته جرمني ته د درملنې لپاره استول کېږي.

دغې ټولنې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د یوې موافقې له مخې چې دېرش کاله مخکې یې لاسلیلک کړې، تراوسه شااوخوا څلور زره ناروغه ماشومان هغه هېواد ته د درملنې لپاره استولي دي.