چارواکي: د کندهار په میوند کې ۱۱وسله وال طالبان وژل شوي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کي يي د هوايي بریدونو پرمهال۱۱ وسله وال طالبان وژلي او په چاودېدونکو توکو بار درې موټرونه یې له منځه وړي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند مرستیال بشیر خاکسار ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار وختي شااوخوا څلور بجې افغان هوايي ځواکونو د کندهار د میوند ولسوالۍ د "ملنګ کارېز" په سيمه کې هغه درې موټرونه چې چاودېدونکي توکي پکې لېږدول کېدل له منځه وړل شوي.

د خاکسار په وینا په دغو هوايي بریدونو کې ۱۱ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د خاکسار په خبره وسله والو پلان درلود چې د اختر په شپو او ورځو کې له یادو موټرو څخه دچاودونو لپاره کار واخلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.