ټاکل شوې ده چې د اسیایي لوبو اتلسمه دوره نن د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې پیل شي.
په دې لوبو کې اتیا افغان لوبغاړي برخه اخلي.
د افغانستان د المپیک د کمېټې مرستیال محمد هاشم کریمي پرون له جاکارتا ازادي راډیو ته د سکایپ له لارې وویل:
"زموږ د لوبغاړو لوبې، اتلتیک، باسکتبال، لامبو، بدمنټن، غیږه نیول، بوکس، ووشو، کورش، جوجستو، رګبي، کاراته، تکواندو، وزن جګول، والیبیال او جودو دي."
د اسیایي لوبو اتلسمه دوره به د سپتمبر په دوهمه پای ته ورسېږي.
په دې لوبو کې د پنځه څلوېښت اسیایي هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې ده.
افغانستان له نولس سوه یو پنځوسم کال راپه دې خوا په اسیایي لوبو کې برخه اخلي او تر اوسه یې د سپینو زرو پنځه او د بُرنزو شپږ میډالونه ترلاسه کړي دي.