د رپوټونو په حواله، د تېرې پنجشنبې په ورځ د پېښور په باړه ګېټ سیمه کې د یوه نرښځي جسد وموندل شو.
د پولیسو په وینا، د وژل شوي نرښځي اصلي نوم ناصر الیاس او لقب یې نازو و.
د پېښور پولیسوپرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوو کسانو د نازو جسد په یوه بورۍ کې اچولی و اوهڅه یې کوله چې ناڅرګند ځای ته یې ولېږدوي.
دواړه تورن کسان د نازو له جسد سره یوځاي نیول شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې نرښځيانو دحقونو د ملاتړ اداره ، ترانز اکشن پاکستان وايي چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې، اته نرښځيان په دې ایالت کې وژل شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په وروستیو دریو کلونو کې په خیبرپښتونخوا کې یو شپیته نرښځیان وژل شوي دي.