د امریکا ولسمشر ، دونالد ټرامپ یو وار بیا، په ترکیه کې د نیول شوي امریکايي کشیش، اندریو برونسن دفاع وکړه .
ټرامپ پرون جمعه دسپینې ماڼۍ په انګړه کې خبریالانوته وویل: "ترکیه له ډېرې مودې راهیسې ستونزې جوړوي او د ملګري په ډول عمل نه کوي. هغوي پر اندریو برونسن د جاسوسۍ غلط تور لګولی دی. هغه جاسوس نه دی. "
ټرامپ وویل، ترکیې باید داکشیش امریکا ته ستون کړی وائ خو داسې یې ونه کړل.
هغه وویل چې "امریکا لاس تر زنې نه شي پاتې کېدلائ، تاسو به وګورئ چې څه کېږي. "
د ترکیې د اېزمیر ولایت د استیناف محکمې پرون د اندریو برونسن د بې ګناهۍ اپيل رد کړ.
له محکمې غوښتنه شوې وه چې پر اندريو برونسن د سفر بندیز هم لغو کړي خو محکمې رد کړه.
اندریو برونسن دوه کاله مخکی په ترکیه کې پرته له دې چې د کوم تروریستي سازمان غړیتوب ولري، د تروریستي فعالیتونو دملاتړ په جرم ونیول شو.
امریکايی کشیش، اندریو برونسن د مجرم پېژندل کېدو په صورت کې په پنځه دیرش کاله بند محکومېدلائ شي.