د جرمني خبري اژانس [ډي پي اې] وايي چې "توماس کې " د وسله والو طالبانوپه ډله کې د جنګېدو، په تروریستي سازمان کې دغړیتوب، قتل او وسله والوفعالیتونو له امله محاکمه کېږي.
څارنوالانو پرون جمعه وویل چې د اوه دیرش کلن "توماس کې " په اړه شواهد او اسناد د جرمني د دوسلدروف ښار په محکمه کې ثبت شوي دي.
د "توماس کې " هویت د جرمني د قوانینو له مخې، پټ ساتل شوي دي.
څارنوالانو ویلي چې هغه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په پاکستان کې له وسله والوطالبانو سره یوځاي شوی او د انتحاري حملو لپاره ځانګړې ډلې ته ور استول شوی و.
د افغانستان امنیتي ځواکونو د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې "توماس کې " ونیو او جرمني ته واستول شو.
د څارنوالانوپه وینا، "توماس کې " په جرمني کې چاودېدونکي مواد جوړول، انتحاري حملې ته یې تیاري نیوله او په جرمني کې د افراطي وګړو لپاره د پروپاګند پر یوه ویډیویې هم کار کاوه.