د پاکستان پارلمان عمران خان د پاکستان صدراعظم وټاکه

د پاکستان پارلمان نن د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دې هېواد د صدراعظم په توګه انتخاب کړ.

عمران خان چې ګوند يې د جولايي د پنځه ویشتمې نیټې په عامو انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي د پارلمان د ۳۴۲غړو له ډلې څخه د ۱۷۶ملاتړ خپل کړ.

عمران ته د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره د پارلمان د ۱۷۲ غړو ملاتړ په کار و.

ټاکل شوې ده چې عمران به سباته په لوړې کولو سره رسما د پاکستان صدراعظم شي.

د عمران پر وړاندې د مسلم نون ګوند مشراو د پخواني صدراعظم نواز شریف ورور شهباز شریف صدراعظمۍ ته کاندید و چې ۹۶ رای وګټلې.