چارواکي: په لوګر کې هوايي حملې ۶وسله وال طالبان وژلي

د لوګر محلي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د یوه قوماندان په ګډون ۶ طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي نن ازادي راډیو ته وویل دا برید تېر ماښام په محمد اغې ولسوالۍ کې شوی دی.

ښاغلي شاهپور وویل د طالبانو دې قوماندان د لوګر په نا امنیو کې لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.