څه باندې ۳۳۰ امریکايي ورځپاڼو نن د مطبوعاتو د ازادۍ په دفاع کې سرمقالې لیکلي دي.
دوی دا کار پر امریکايي رسنیو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د توندو څرګندونو په ځواب کې کړی دی.
ښاغلي ټرمپ رسنۍ د جعلي خبرونو په خپرولو تورنې کړي او ویلي یې دي چې خبریالان د امریکا د خلکو دښمنان دي.
په دې موضوع د سرمقالو د لیکلو غوښتنه باسټن ګلوب ورځپاڼې کړې وه؛ نیویارک ټایمز او نورو ورځپاڼو یې ملاتړ وکړ.
د باسټن ګلوب ورځپاڼې کتونکي پلاوي د چهارشنبې په ورځ په یوه لیکنه کې ډونالد ټرمپ تورن کړ چې پر رسنیو پر له پسې انتقادونه کوي.