چارواکي: په هلمند کې هوايي حملو ۳۰وسله وال طالبان وژلي

د هلمند ولایتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په دوو هوايي بریدونو کې نېږدې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک ازادي راډیو ته وویل چې دا بریدونه نن سهار پنځه بجې او ۱۰ بجې وشول.

ځواک همداراز وویل چې د ناټو تر هوايي برید وړاندې طالبانو په چاه انجیر کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.