د کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي چې په کابل کې د کوکنارو کښت یو ناڅاپي کار نه دی.
ښاغلي حیدري زياتوي چې د جګړې دوام او جرمي اقتصاد وده د دې لامل شوې چې د نورو ولایتونو غوندې په کابل کې هم کوکنار وکرل شي.
د کابل والي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وايي، د دولت مخالفین هڅه کوي چې په کابل کې د کوکنارو کښت ډېر شي.
د دولت مخالفين غواړي په دې ډول خلکو ته وښيي چې د افغانستان په پایتخت کې هم کوکنار کرل کېږي.
دا چې په کابل کې د کوکنارو کښت نه اړول کېږي، په دې برخه کې د دولت راتلونکي پلانونه څه دي او د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو مخه ولي نه نيول کېږي، په دې اړه محمد ایاز ترنک د کابل له والي محمد یعقوب حیدري سره مرکه کړې او پیل کې یې پوښتلی چې د کابل ولایت په کومو ولسوالیو کې کوکنار کرل کېږي؟
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل له والي محمد یعقوب حیدري سره مرکه