چارواکي: د کندهار په شاه وليکوټ کې ۴۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د کندهار چارواکي د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د مخامخ جګړې پر مهال د ۴۵ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو او شااوخوا ۲۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند مرستیال عبدالبشير خاکسار نن ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په ارغنداب، شاه وليکوټ، میوند او معروف ولسواليو کې له وسله‌والو طالبانو سره سختې جګړې کړي چې پر مهال‌يې ۴۵ وسله‌وال وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.

د خاکسار په وینا چې د یادو جګړو پر مهال پولیسو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.