نن د پنجشنبې په ورځ د خوست د عامې روغتیا ریاست لهخوا څلور ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي چې د دوه میاشتو په موده کې په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي وو، د مسؤلینو او رسنیو په شتون کې وسوځول شول.
د خوست د عامې روغتیا مرستیال ډاکتر ګل محمدالدین محمدي ازادي راډیو ته وویل چې دوی په وروستیو دوو میاشتو کې دا ډول څلور ټنه توکي راټول کړي چې د اړوندو ادارو د مسؤلینو او رسنیو په شتون کې يې لهمنځه یووړل.
ښاغلي محمدي زیاته کړه:
"د دوو میاشتو په جریان کې د خوست ولایت د مختلفو دکانونو او درملتونونو څخه مو څلور ټنه بېکیفیته تاریخ تېر غیر الکولي مشروبات، خوراکي توکي او تاریخ تېر دواء درمل د عامې روغتیا ریاست د قوانین صحي بررسي ټیم لهخوا نه نیول شوي وو چې دا دی نن مو عملاً لهمنځه یووړل."
د یادونې وړ ده چې د تاریخ تېرو او بېکیفیته درملو همدارنګه غیر معیاري خوراکي توکيو پېر او پلور د افغانستان د نورو سیمو په شان خوست کې هم له جدي ستونزو څخه ده، خو کتونکي وايي که چېرې د دې کار د مخنیوي لپاره مسؤلین قوي اراده ولري، سرغړوونکي مجازات او جریمه شي، نو په کم وخت کې يې مخه نیول کېدای شي.