جنرال کوهستانی: پلچرخي محبس کې د بندیانو اعتصاب پای ته رسېدلی

د افغانستان د محبسونو او توقیف‌ځایونو عمومي رئيس وايي چې په پلچرخي محبس کې د بندیانو اعتصاب پای ته رسېدلی دی.

په پلچرخي محبس کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې یو شمېر بندیانو د محبس پر شرایطو د اعتراض لپاره د نه‌خوړلو اعتصاب کړی وو.

خو د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف‌ځایونو عمومي رئيس ډګر جنرال حلیم کوهستاني نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې اعتصاب پای ته رسېدلی دی.

ښاغلی کوهستاني زیاتوي:

"پرون ماښام ۶ بجې د دوی اعتصاب ختم شو، اوس کومه ستونزه نه‌شته."

څو تنو بندیانو د ټیلیفون له لارې ادعا کړې وه چې د اعتصاب له کبله یو شمېر بندیان مړه شوي او د نورو روغتیايي حالت نازک دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني د بخښنې له فرمانونو څخه بې‌ګټې پاتې کېدل، د خپلو ولایتونو اړوند زندانونو ته د دوی نه‌‌لېږدول، د ځینو نامعلوم برخلیک، د زندان د مسؤلینو له‌خوا له دوی سره ناسم چلند او د مناسب ځای او خوراک نشتوالی هغه موارد دي چې د پلچرخي محبس اعتصاب کوونکو بندیانو د خپل اعتصاب دلایل بلل.