پوتین د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې په واده کې ګډون کوي

کرملېن تأیید کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې په واده کې ګډون وکړي.

د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف وویل، پوتین به د شنبې په ورځ د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره تر خبرو وړاندې، په اتریش کې تم شي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې کارین کنایسل په واده کې به برخه واخلي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه چې پوتین دغه هېواد ته سفر کوي.

ویل کېږي چې ۵۳ کلنه کنایسل له یوه سوداګر ولف ګانګ میلینګر سره واده کوي.