په هرات کې د کرنیزو محصولاتو تر ټولو ستر نندارتون جوړ شوی

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په هرات ولایت کې يې د کرنیزو محصولاتو تر ټولو ستر نندارتون او د انګورو کلنی جشن جوړ کړی دی.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دا نندارتون او جشن تېره ورځ د کرنې د وزیر، د هرات د والي، د هندوستان، پاکستان، ایران او ترکيې د استازو په حضور کې د دوه ورځو لپاره پرانیستل شو.

د ده په وینا په دغه نندارتون کې د هرات ۱۳۰ ډوله انګور او نور کرنیز توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

د افغانستان د کرنې وزارت د دغه نندارتون هدف د کرنیزو تولیداتو پېژندنه، بزګرانو ته د فرصتونو پیدا کول او دغه‌شان کرنیزو او حیواني محصولاتو ته بازار موندنه ګڼي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دا نندارتون داسې وخت پرانیستل شوی چې سږ کال د هرات د انګورو حاصلات ۱۲۰ زره ټنو ته رسېدلي چې د تېرو کلونو په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.