د راپورونو له مخې د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې دغه جګړه د کیلهګي په سیمه کې له تېرې نیمې شپې راهیسې روانه ده او تر اوسهیې د تلفاتو په اړه چارواکو نور جزئیات نهدي ورکړي.
د دغې جګړې له امله په همدې سیمه کې د کابل لویه لاره هم بنده شوې ده.
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ هم د سې شنبې په ورځ د وسلهوالو طالبانو د یوه پراخ برید شاهد وه.
پر یوې پوځي اډې او څو پوستو د وسلهوالو په برید کې د لږ تر لږه ۳۰ پولیسو او سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی وو.