د ملګرو ملتونو امنیت شورا کابل کې ځان وژونکې حمله وغندله

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې پرونۍ ځان وژونکې حمله وغندله او هغه‌یې یوه بې‌رحمه او کرغېړنه ترورېستي حمله وبلله.

امنیت شورا وویل، دغه حمله د دې اړتیا په ډاګه کوي چې د ترورېزم د دغو اعمالو عاملینو، تنظیموونکو او مالي تمویلوونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته راکاږل شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ساتنې ادارې «UNICEF» مشرې هم دغه حمله وغندله او پر دې یې خواشیني څرګنده کړه چې په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي ستره قرباني ماشومان ورکوي.

د «UNICEF» اجرائیوي رئیسې هنریټا فور «Henrietta Fore» وویل، ماشومان باید هېڅکله هم د تاوتریخوالي هدف ونه‌ګرځي.

د کابل په دشت برچي کې په یوه پوهنیز مرکز کې په پرونۍ انتحاري حمله کې چې مسؤلیت‌یې تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی، د ۴۸ وژل شویو کسانو اکثره‌یې تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان وو.

په دې حمله کې نږدې ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د دغې حملې د غندنې تر څنګ د هغې د څرنګوالي په اړه د پلټنې امر کړی دی.