وسلهوالو طالبانو نن چهارشنبه په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوال سازمان مأمورینو ته د ورکړي امنیتي ضمانت ختم اعلان کړ.
وسلهوالو طالبانو ادعا کړې چې سلګونه پلویانیې په کابل کې بندیان دي، خو د سره صلیب نړیوال سازمان په صحي یا حقوقي چارو کې مرسته نهده ورسره کړې.
د کابل په پلچرخي زندان کې له څو ورځو راهیسې سلګونه بندیانو غذايي اعتصاب کړی دی.
د سره صلیب د نړیوال سازمان ۷ کارکوونکي تېر کال د افغانستان په مختلفو سیمو کې په حملو کې وژل شوي دي.
سره صلیب تر دا مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.