له جرمني ۴۶ ایستل شوي افغانان نن کابل ته ورسېدل

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر چارواکي وايي، ۴۶ افغانان چې د جرمني حکومت‌یې د پناه غوښتنلیکونه رد کړي، نن چهارشنبه «د زمري ۲۴» کابل ته ورسېدل.

د جرمني د خبري اژانس په حواله، د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډسمبر له میاشت راهیسې، په جرمني کې د رد شویو پناه غوښتونکو ۱۵ پروازونه کابل ته رسېدلي دي.

د جرمني حکومت په دې موده کې ۳۵۰ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه کړي دي.