له روسي بېلتون غوښتونکو سره جګړه کې یو اوکراینی پوځي وژل شوی

په اوکراین کې چارواکي وايي چې یو عسکر یې په ختیځ کې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره په نښته کې وژل شوی او درې عسکر زخمیان شوي دي.

د اوکراین دفاع وزار ت نن چهارشنبه «د زمري ۲۴» په خبرپاڼه کې ویلي چې بېلتون غوښتونکو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې تقریباً، ۶۴ واره د اوربند پر موافقه تېری کړی دی.

د اوکراین پوځ وايي چې بېلتون غوښتونکو د حکومتي ځواکونو تر واکمنۍ لاندې سیمو ته د هاوان مرمۍ، لاسي بمونه او راکټ ورویشتي دي.