قزاقستان او ازبکستان په خپل ګډ سرحد کې د ځمکې پر تبادلې کار کوي.
دواړه هېوادونه په ګډ سرحد کې د بارک په نوم د یوه کلي پر سر لانجه لري چې د قرغزستان په بارک سیمه کې پروت دی.
خو له دواړو لورو چارواکو ویلي چې د خبرو او د ځمکې د تبادلې په مرسته د لانجې د حل هڅې کوي.
د قرغزستان یوه چارواکي نن چهارشنبه «د زمري ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې دواړه لوري دې موافقې ته رسېدلي چې د بارک سیمه به د ازبکستان په اندیجان سیمه کې د بیرلیشکین د کلي له شااوخوا سیمو سره تبادله کړي.
د ازبکستان دا سرحدي سیمه د قزاغستان له پولې سره تړلې ده.