خبریالان وايي چې نن سهار د غزني په بازار کې دکانونه خال خال پرانیستل شوي خلک هم په تګ راتګ کې لیدل کېږي.
وسلهوالو طالبانو د جمعې په شپه پر غزني ښار درنه حمله وکړه چې څو ورځې یې دوام وکړ.
د غزني د والي ویاند، عارف نوري نن چهارشنبه اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې په ښار کې ژوند د عادي کېدو په حال کې دی.
د نوري په وینا، د غزني پر ښار په حمله کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وايي چې د غزني پر ښار په حمله کې ښايي د ۱۱۰ او ۱۵۰ ترمنځ ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي وي، خو دقیقه شمېره به وروسته څرګنده شي.